معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د راتلونکو درې اونیو په ترڅ کې به یو شمېر افغان زندانیان د پاکستان له بنده آزاد شي

د راتلونکو درې اونیو په ترڅ کې به یو شمېر افغان زندانیان د پاکستان له بنده آزاد شي

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۸):
اسلام اباد کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی چې د راتلونکو درې اونیو په ترڅ کې به یو شمېر افغان زندانیان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه خلاص شي.
یاد سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، په دې اړه یې د پاکستان د بهرنیو او کډوالو چارو وزارتونو له مسوولینو سره پرلپسې اړیکې نیولې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، د پاکستان د کډوالو او بهرنیو چارو وزارتونو ډاډ ورکړی چې په راتلونکو دریو اونیو کې به د افغان کډوالو د نیول کېدو په اړه شته ستونزې هوارې شي، سپین ږیري، ماشومان، مېرمنې او یو شمېر ناروغان به ژر تر ژره آزاد او د نورو دوسیې به هم وڅېړل شي. سفارت زیاته کړې چې په تېرو درېیو میاشتو کې د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې د نیول شویو دوه زره افغان بندیانو له ډلې ۵۰۰ تنه خوشي شوي او د پاتې نورو د خوشي کېدو هڅې روانې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس