کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګونو لویه لار د کانکریټ اچونې تر بشپړېدو پورې د را روانې وږي میاشتي په لومړي نېټه د هر ډول وسایطو پر مخ تړل کیږي.
د ټولګټو چارو وزارت ویلي، د سالنګونو لویې لارې د دریو برخو پاتې کارونه یې پیل کړي او د کانکریټ اچونې چارې به هم نږدې ورځو کې پیل شي.
یاد وزارت همدا راز ویلي، کوچني مسافر وړونکي وسایط کولی شي، د یادې لویې لارې له چمتو شوې فرعي مسیر څخه تګ – راتګ وکړي.
سالنګ لویه لار چې شمالي ولایتونه له کابل سره نښلوي
یوه له مهمو ترانزیټو لارو ده.
د دې لارې په معیاري جوړېدو به نه یواځې دا چې خلکو ته په سفر کې اسانتیاوې راشي او ور سره به سوداګري او اقتصاد هم وغوړیږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/