معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / د رسنیو او بیان د آزادۍ اتل شهید؛ منهاج الدین ګهیځ!

د رسنیو او بیان د آزادۍ اتل شهید؛ منهاج الدین ګهیځ!

یادونه:

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه چې له ۵ کلونو را په دې خوا د یوې رسنېزې ادارې او د ژورنالیستانو د ټولېدو د یوه مرکز په توګه ویاړي چې خپل نوم یې د رسنیو او بیان د آزادۍ د یو داسې قهرمان له نامه اخیستی چې له نن څخه یې څو لسیزې وړاندې هم د هېواد او ولس د نن ورځې وضعیت په اړه فکر درلود او په اړه یې وړاندوینې کړې دي، که څه هم د شهید منهاج الدین ګهيځ د ژوند د حالاتو او مفکورې په اړه به د نن ورځې د ژورنالیستانو او لیکوالو تر منځ د معلوماتو کچه کمه وي، خو د رسنیو د ډګر د دې قهرمان د ژوند او مفکورې په اړه په دې لیکنه کې را غونډ شوي مواد، له ټولو نیمګړتیاو سره کېدای شي د ده د ژوند او کارنامو د عامیدو او معلوماتو د بشپړېدو سبب شي. اداره
شهید منهاج الدین ګهیځ:
شهید منهاج الدین گهیځ په افغانستان کې د څوارلسمې لمریزې پېړۍ له روحانیونو، تكړه ورځپاڼه لیکوونکو او ليكوالو څخه ؤ، چې د پياوړي ملي او اسلامي فکر او اند خاوند ؤ او د همدې كرښې له مداره يې د خپلې مبارزې وړانګې غوړولې، د ګهيځ په نامه يې اونيزه خپروله چې د اسلامي فكر د خپرېدو او د ملي ګټو د خونديتوب لپاره يې مبارزه كوله او {ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ} [النحل : ۱۲۵] تګلاره يې خپله كړې وه.
د ګهیځ اصلي موخه د افغان مسلمان ولس فکري رغونه، د افغانانو پام سیاسي او تاریخي راتلونکي ته اړول، د ولس پام ختیځو او لویدیځو دښمنانو ته ور ګرځول، د اسلامي طرز تفکر خپرول او غوړول او د افغانستان د ګټو خوندیتوب ؤ. د “ګهیځ” اونیزه په دو ژبو پښتو او دري باندې خپرېده او په ټول افغانستان کې يې لوستوونکي لرل.
زوکړه او لومړنۍ زده کړې:
منهاج الدین ګهیځ د کندوز ولایت د خان آباد ولسوالۍ له یوې دیندارې او روڼ اندې کورنۍ سره تړاو درلود، ګهیځ د یوې روڼ اندې، دیندارې او پوهه پالوونکې کورنۍ زوی ؤ . هغه په ۱۹۲۲ زیږدیز کال کې د بدخشان په فیض آباد کې سترګې وغړولې، پلار یې قاضي برهان الدین په خپل وخت کې لوی عالم او قاضي ؤ . قاضي برهان الدین د رسمي دندې تر څنګ د خان آباد جریدې مسؤولیت هم پر غاړه درلود. د ګهیځ کورنۍ په اصل کې د ننګرهار د خوګیاڼیو ولسوالۍ سره تړاو لري چې بیا وروسته د کندوز ولایت خان آباد ولسوالۍ ته کډه شوي او هلته یې ژوند غوره کړی دی.
شهید منهاج الدین ګهیځ خپلې لومړنۍ زده کړې له خپل پلار یعنې قاضي برهان الدین څخه په کور کې ترسره کړې دي. هغه له ډېر ماشومتوب څخه ذهین او ذکي زده کوونکی ؤ او د علم او ادب سره یې ځانګړې مینه درلوده. وروسته بیا ګهيځ د رسمي زده کړو لپاره د خان آباد ښوونځي ته ولاړ چې خان آباد کې یې موقعیت درلود. ګهیځ د علم تږی ؤ؛ ځکه نو کابل ته د لوړو زده کړو لپاره ولاړ او د کابل دارالمعلمین کې شامل شو چې هغه وخت یې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې موقعیت درلود. ګهیځ له همدې دارالمعلمین څخه فارغ شو او په یوه لېسه کې د ښوونکي په دنده وګمارل شو.
ګهیځ اووه خورګانې او څلور نور وروڼه لرل چې مشر يې همدی ؤ او نور وروڼه یې هر یو استاذ نور احمد خان، ارواښاد مفتاح الدین، استاذ صلاح الدین او بل يې د پښتو ژبې لوی لیکوال ارواښاد سعد الدین شپون ؤ همدارنګه شهید منهاج الدین ګهیځ څلور زامن او اووه لورګانې لرلې.
لکه چې یادونه وشوه د شهید منهاج الدین ګهیځ پلار د خپل وخت یو لوی عالم ؤ، قاضي برهان الدین له حقوقو، شرعیاتو، سیاست، ژورنالیزم او ادبیاتو سره مینه درلوده او په وطن مین سړی ؤ.
داسې ښکاري چې له ادبیاتو او ژورنالیزم سره مینه شهید ګهیځ ته له پلار څخه په میراث پاتې شوې وه، ګهیځ هم د پلار په شان په اسلام مین او ملت پال انسان ؤ.
له کتاب او قلم سره مینه:
ګهیځ په کتاب او قلم مین سړی ؤ، آن له ماشوم توب څخه یې بېلابېل کتابونه مطالعه کول، بیا چې رسمي مکتب ته لاړ هلته دغه بهیر لا زیات شو او بالاخره دغه بهیر کله چې ګهیځ د کابل دارالمعلمین ته پښه کېښوده اوج ته ورسید، هغه د خپل پلار په څېر له شرعیاتو، سیاست، حقوقو، ژورنالیزم او ادبیاتو سره سخته مینه درلوده. له دی سره سره ګهيځ د نړۍ له حالاتو باخبره سړی ؤ او تل یې د نړیوال سیاست په هکله کتابونه لوستل او د نورو هېوادونو له سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو کړنو او د نړۍ د نویو علومو او پرمختګ څخه باخبر ؤ، آزادو زده کړو او مطالعې د ګهیځ پر فکري او ایډیالوژيک شخصیت خورا مثبتې اغېزې درلودې.
په هغه وخت کې چې ګهیځ ژوند کولو په افغانستان کې دارالمعلمین د عامو خلکو لپاره تر ټولو په لوړه کچه لوړې زده کړې ګڼل کېدې او شهید منهاج الدین ګهیځ هم دلته تر زده کړو وروسته په ټولنیزو چارو کې ډېر ښکېل شو او ټول ژوند يې د علم او پوهې په خپرولو او د ځوانانو په فکري رغونه کې تېر کړ.
شهید منهاج الدین ګهیځ هم د افغانستان د نورو وګړو په څېر د افغانستان او نړۍ د هغه وخت له تحولاتو بې اغېزې نه ؤ پاتې، بل خوا د ګهیځ په وخت کې کابو ټوله نړۍ هم د چټکو تحولاتو له تجربې تېرېده، او څنګه چې شهید منهاج الدین ګهیځ تل له نړیوال سیاست سره علاقه درلوده او له انګلیسي ژبې سره هم بلد ؤ، نو هڅه یې کوله چې په نړیواله کچه هغه کتابونه چې ډېری یې په انګلیسي ژبه خپرېدل ولولي او ځان د نړۍ له پرمختګ او نورو سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي حالاتو څخه خبر کړي چې دغه بهیر د ګهیځ فکري او ایډیالوژيکي پوهې ته جامع او لا زیاته وده ورکړه.
ګهیځ با احساسه او په وطن مین انسان ؤ. په هغه وخت کې چې درې سلنه افغانانو هم لوړې زده کړې نه درلودې، ګهیځ د لوړو زده کړو خاوند ؤ. په هغه وخت کې د افغانستان تعلیمي وضعیت بې حده زیات خراب ؤ او په داسې حال کې چې با تحصیله کسان ډېر کم وو، داسې احساس یې کولو چې لوی مسؤولیت یې پر غاړه دی.
شهید منهاج الدین ګهیځ نه یوازې با تحصیله افغان ؤ، بلکې یو با احساسه ښوونکی هم ؤ، ځکه خو د افغانانو خراب تعلیمي وضعیت تل ځورولو، هغه غوښتل چې افغانان د اسلامي او معاصرو علومو نه خبر شي او همدا ژور احساس د دې لامل شو چې د ګهیځ اونیزه جریده یې پیل کړه ترڅو له هغې لارې په آسانه توګه با تحصیله وګړي د ټولنې له وضعیت نه خبر کړي ترڅو هغوی خپلو ملي او اسلامي مسؤوولیتونو ته پام وکړي.
له بلې خوا ګهيځ له اقتصادي پلوه له یوې منځنۍ کورنۍ سره تړاو درلود، ځکه یې ډېر ځله راډیکال او اصلاح غوښتوونکی شخصیت ځان ته غوره کولو، او د اصلاحاتو عدالت او برابرۍ غوښتوونکی ؤ.
ګهیځ او د افغانستان اسلامي نهضت:
شهید منهاج الدین ګهیځ په هغه وخت کې د افغانستان د اسلامي نهضت یا مسلمانو ځوانانو د سازمان غړی هم ؤ چې دغه سازمان د نوم په اړه د نظریاتو اختلافات شته هغه داسې چې ځینې ورته د افغانستان د ځوانانو جنبش، ځینې ورته د مسلمان ځوانانو جمعیت او ځینې نور ورته بیا د افغانستان اسلامي جمعیت هم وايي، خو په هر صورت دغه سازمان چې د کابل پوهنتون د هغه وخت څو تنو روڼ فکرو مسلمانانو له خوا جوړ شوی ؤ او شهید ګهیځ هم د دغه نهضت فعال غړی ؤ او په دې فکر ؤ چې اسلامي حرکتونه حتا که جوړښتونو کې يې ستونزې هم شتون لري بیا هم پر بهرنیو عناصرو باندې تر اتکاء ښه او افغانستان ته ګټور دي.
هغه یوازې د اسلام د مبارزینو د دایرې پراخولو لپاره له دغه سازمان سره یوځای ؤ او کلکه عقیده يې درلوده چې که ټول افغانان خپلې کړنې اسلامي کړي او خپلو مسؤولیتونو ته پام وکړي، نو افغانستان به تل خپلواک او سوکاله هېواد پاتې شي، خو که مسلمانان خپل فکر ته بدلون ورنکړي او ویده پاتې شي نو راتلونکي کې به سخت نادم او پښیمانه وي.
د مسلمانو ځوانانو سازمان، د شهید ګهیځ اسلامي او ملي شخصیت ته نوره هم وده ورکړه او د هغه حوصله یې د اسلامي او ملي خدمت لپاره نوره هم پراخه کړه.
شهید منهاج الدین ګهیځ د کابل له دارالمعلمین څخه تر فراغت وروسته په غازي لېسه كې د ښوونکي په توګه وګمارل شو. نوموړي په دغه لېسه کې تر ډېره وخته د ښوونكي په توګه كار وكړ، بيا وروسته یې د آريانا په نوم په یو ترانسپورټي او بارچالانۍ شركت کې کار وكړو. د حج پر وخت د نوموړي شركت له خوا د حاجيانو د میلمه پالنې لپاره د سعودي عربستان په جده ښار كې د همدې شركت د استازي په توګه وټاكل شو. مخكې له دې چې شهید منهاج الدين ګهیځ د “ګهيځ” اونیزې جریدې په خپرولو پيل وكړي، سیاسي پټ فعالیتونه یې درلودل او د هغه وخت له اسلامي نهضت سره یې اړیکې وې، کله چې نوموړي د پلخمري په نساجي فابريكه كې دنده درلوده د خپلو سیاسي نظریاتو او فعالیت له امله له دندې ګوښه كړاى شو. بيا څه وخت وزګار ؤ، او په خپل كلي كې يې دوكان درلود. منهاج الدین ګهیځ غریبانه ژوند درلود او ژوند يې په ټولیزه توګه له سختو اقتصادي ستونزو سره یو ځای تېر کړ، خو هېڅکله یې مادیاتو ته اهمیت ورنکړ او تل د معنویاتو په لټه کې ؤ.
د “ګهیځ” اونېزې د خپراوي پیل:
شهید منهاج الدين ګهیځ د ۱۳۴۷ لمریز کال د سلواغې په دویمه نېټه د “ګهيځ “اونیزې په خپراوي لاس پورې كړ، نوموړي په دې وخت کې د ارزاقو په رياست كې دنده تر سره کوله، ګهيځ يوه بيدارونكې رڼا او یو ويښوونكى غږ ؤ، نه د مادیاتو د لاسته راوړنې یوه وسيله.
شهید منهاج الدین ګهیځ د هغو شخصیتونو څخه ؤ چې د یوې لنډې او متحرکې پروسې په لړ کې په ملتونو کې هغه بدلون غواړي چې ټول ولس باندې داسې اغېز وکړي چې د هغوی ایمان او عقیده نوره هم ژوره شي او یو داسې مدني خوځښت را پیدا شي چې روحاني اړخونه پکې ښکاره او ژوندی وي.
شهید ګهیځ، زیات تمرکز پر لوستي او با سواده قشر باندې درلود، ځکه هغه غوښتل د زده کړو لرونکو کسانو په وسیله د اسلامي او معاصرو علومو رڼا د افغانستان هر کلي ته ورسوي او ملت د غیر اسلامي جراثیمو نه پاک کړي.
ګهیځ داسې متحرک شخصیت ؤ چې له یوې خوا یې ګهیځ اونیزه چلوله او له اسلامي حرکت سره یې مرسته کوله او له بلې خوا یې د وخت د رژیم په جرړو کې د شوروي د کمونیستي نظام له اغېزو، د امریکا امپریالستي نظام او د افغانستان دننه له فاشیستي، کمونیستي او ملحدو ډلو او عناصرو سره په پوره شجاعت او مېړانه مبارزه کوله.
له همدې امله ؤ چې نوموړي په ګهیځ جریده کې د ټولو سترو اسلامي او معاصرو علماوو او پوهانو مرسته ترلاسه کړه او داسې په زړه پورې اسلامي او ملي مطالب به يې خپرول چې تر ننه پورې افغانستان کې بیا نه دي تکرار شوي.
ګهیځ په داسې یو له شوره او زوږ ډک او انقلابي پړاو کې مبارزه کوله چې نړۍ پکې ټوله د تحول او بدلون پر ژۍ ولاړه وه او په افغانستان کې د اسلامي فعالیتونو لپاره حالات ډېر تنګ او سخت وو.
افغانستان د شهید ګهیځ په وخت کې د بدلون لوی ډګر ګڼل کېده، پخواني شوروي اتحاد هم په دې هېواد کې هغه وخت د خپلې خوښې بدلون لپاره وخت مناسب وګاڼه چې زموږ ملت نږدې یوه پېړۍ له انګریزي استعمار سره په پوره زړورتیا او مېړانې جګړه وکړه او د بریتانیا لوی قوت یې له ناکامۍ سره مخ کړ. په دغه وخت کې ګهیځ په وضعیت پوه ؤ او غوښتل یي چې افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل نه وژغوري او ملت د شوروي اتحاد د ناپاکو ارادو څخه خبر او را ویښ کړي.
د ژوند وروستي کلونه:
شهید منهاج الدین ګهیځ د خپل ژوند وروستي کلونه د کابل په ګذرګاه سیمه کې تېر کړل چې د سیاسي لوبو مرکز ؤ. نوموړی د هېواد د هغه وخت له وضعیت څخه په بشپړه توګه باخبره ؤ، شوروي اتحاد له اوږدې مودې غوښتل چې پر افغانستان یرغل وکړي او یا کم تر کمه په دې هېواد کې خپل اغېز او نفوذ ته له بېلابېلو لارو پراختیا ورکړي، په عملي توګه شوروي اتحاد هغه وخت پر افغانستان باندې خپله پانګونه پیل کړه چې انګریزي استعمار دلته تر دریو پرله پسې جګړو وروسته ماتې وخوړه، بیا دغه بهیر د سردار محمد داود خان په رژیم کې لا زیات شو او بالاخره د ۱۳۴۳لمریز کال د مرغومي په میاشت کې د شوروي اتحاد تر سرپرستۍ لاندې په افغانستان کې د خلق ډیموکراتيک ګوند جوړ شو چې دلته د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند یوه څانګه ګڼل کېده.
د دغه ګوند تشکیل او جوړېدل د شوروي اتحاد له لوري د افغانستان د نیولو د سټراټیژۍ لومړی عملیاتي پلان ؤ.
شهید منهاج الدین ګهیځ د شوروي اتحاد په نیت پوه ؤ او تل یې هڅه کوله چې افغان ملت ويښ کړي او د شوروي اتحاد د ناپاکو ارادو څخه یې با خبر کړي. هغه پر دې هم ښه پوه ؤ چې د خلق ډېموکراتیک ګوند د شوروي اتحاد له خوا اداره کېږی او بالآخره د افغانستان د خپلواکۍ په زیان دی، ځکه یې نو په ډېره مېړانه د کمونیستانو مخالفت وکړ او ملت یې د اسلامي ارزښتونو د ساتنې لپاره وهڅاوه ګهيځ له اسلام او اسلامي نهضت سره د زړه له کومې خواخوږي درلوده، نوموړی د هغو پوهانو له ډلې څخه ؤ چې د دعوت او وطن پالنې په اړه پوره جدي ؤ او طبیعتا یې بې پروايي نه خوښوله، هغه د وخت او د حالاتو په حساسیت او سیاسي اوضاع او چلند باندې ښه پوهید. ګهیځ تل د اسلامي دعوت په لار کې ځوانان هڅول او هغه کار یې ترسره کولو چې د اسلام او وطن په ګټه یې ګڼلو، نوموړي هڅه کوله چې اسلامي علماء او وطن دوسته پوهان لکه: ارواښاد استاذ مولوي احدي وردګ، ارواښاد فرقاني، ارواښاد پیماني او داسی نور له ځان سره ملګري کړي او د دوی مقالې، مطالب، تبصرې او علمي څېړنې د هېوادوالو د فکري رغونې لپاره د ګهیځ جریدې له لارې خپرې کړې چې په کم وخت کې د ګهیځ جریدې د شهرت یو اساسي عامل هم دغه ګڼل کېږي.
ګهیځ د ډېرو ښو ځانګړتیاو تر څنګ د هغو با وقاره او پر ځان باوري مبارزینو څخه ؤ چې فطرتا یې ځان او خپل صف پر مخالفینو لوړ ګاڼه او د اوچتې حوصلې، روحیې او مورال څښتن ؤ، سره له دې چې کمونستان او د هغه وخت حکومت د اسلامي نهضت مخالفت کوو، هغه په ډېره مېړانه د ګهیځ جریدې نشراتو ته ادامه ورکړه او د هېوادوالو د فکري رغونې لپاره یې ډېرې هڅې وکړې.
سره له دې چې وروسته بیا سیاسي وضعیت او شرایط ډېر سخت شول خو بیا هم شهید منهاج الدین ګهیځ په زغرده د ټولو مخالفو عناصرو سره مبارزه کوله او ورځ په ورځ د ګهیځ جریدې لوستوونکي ډېرېدل، ځکه چې ګهیځ د مقالو، لیکنو، تبصرو او محتوا له اړخه ژوندۍ جریده وه او د یوه با ایمانه ټیم د کار او هڅو په پایله کې خپرېده.
د ګهیځ ویناوې، فعالیتونه او دریځونه د هغه د آرمان ښکارندوی او پر خپلو اصولو د یو ټېنګ انسان دریځونه وو. نوموړي څومره چې په خپل ژورنالیستي او سیاسي ژوند کې پرمختګ وکړ، هغومره خپلو اسلامي او ملي اصولو او موخو ته نږدې کېده او حوصله یې نوره هم پراخیده د شهید منهاج الدین ګهیځ ورور ارواښاد سعدالدين شپون له یوې مجلې سره په خپله يوه مركه كې د ګهيځ په اړه وايي: «ګهيځ د ژورې مطالعې خاوند ؤ، ډېره ښه روانه انګرېزي يې لوسته او ويله».
د “ګهیځ” اونېزې د لیکنو محتوا:
بل خواته “ګهيځ” يوه خپلواكه اونيزه جريده وه، چې د منهاج الدين ګهيځ په امتياز او مسؤوليت يې د ۱۳۴۷ لمریز كال د دلوې پر ۲مه نېټه په خپرونو پيل وكړ او پر همدغه ورځ يې لومړۍ ګڼه چاپ كړه، د شهید منهاج الدین ګهيځ جديت او مسؤوليت د دې جریدې په پاڼو کې له ورايه څرګندېږي چې په خپل خپرنیز بهیر کې یې تل د هېواد، سيمې او نړۍ پر حالاتو په زړه پورې ليكنې خپرولې، د واكمنو او عام ولس پاملرنه يې خپلو مسؤوليتونو ته را اړوله.
ارواښاد صباح الدين كشككي د” دهه قانون اساسى افغانستان” نومې کتاب په ۵۴ مخ كې په دې اړه يو ځاى داسې لیکي: ” د ۱۳۵۱ لمریز كال په مرغومي کې صدراعظم موسی شفيق په خپل يو مطبوعاتي كنفرانس كې وويل: “دا د حكومت دنده ده چې په هېواد كې د اسلام ضد تمايلاتو مخنيوى وكړي.” ګهيځ جريدې د موسی شفيق د دغو څرګندونو په اړه په يوه تبصره كې وليكل چې: “د صدر اعظم دغه څرګندونې په دې ارزي چې پر هغو تبصره وشي، ځكه مخكينيو حكومتونو اسلامي مسايلو ته رښتينې پاملرنه نه ده كړې او زموږ په ټولنه كې يې د ديني اصولو څخه انحراف يوازې د سياسي ډلو تر منځ د نظر اختلاف بللى”
“ګهيځ” همدارنګه په دې تړاو وليكل چې: “ديني مسايلو ته د پخوانيو حكومتونو د ناپامۍ له امله چې ټولنه څومره زیانمنه شوې ده، د هغې د مخنيوي لپاره د صدراعظم موسی شفيق په څېر زړورتيا او صريحه لهجه د زيات ارزښت وړ ده.”
ګهيځ اونیزه، په خپل وخت کې د وېښتابه يو داسې غږ ؤ، چې نړۍ يې د آخرت ښیښه ګڼله، دين او نړۍ يې د پوهې پر وريښمین مزي نښلول.
دغې اونیزې په خپله لومړۍ ګڼه كې لیکلي دي چې: «موږ د اسلام مقدس دين د ساينس، تخنيك او د ځمکې پر مخ د ترقۍ او پرمختګ لپاره د هر ډول امكاناتو څخه د كار اخيستلو او د فضاء د يوې برخې د تسخيرولو مخالف نه ګڼو او دغه راز عقيده لرو چې په هرې ټولنې كې صالح او سالم تمدن او د پوهې او ساينس له لارې د انسان پرمختګ هېڅکله د اسلام د سپېڅلي دين په مخ كې خنډ نه شي كیداى، بلكې زموږ پوره باور دى چې د بشريت د هوساينې لپاره د خداى اوامرو ته غاړه ايښودل او په ژوندانه كې فعاليت كول دواړه لازم دي.»
شهید منهاج الدین ګهیځ په خپله یوه بله لیکنه کې لیکي: “دا ليدل شوي چې په شرق كې د افغانانو په څېر هېڅ قوم د اسلام دين، د خپرېدو لپاره خپل سرونه نه دي قربان كړي او نه هېڅ قوم د غرب سياسي او مذهبي استعمار ته دومره كلكه څپېړه وركړې ده. تاريخ شاهد دى چې زموږ خلكو د خپلو معتقداتو (باورونو) او عنعناتو د ساتنې په لار كې سختې قربانۍ وركړي دي، د هېواد اوسنى نسل دا مكلفيت لري چې خپل ټول ديني او ملي نواميس د خپل ژوند په بيه وساتي.”
ګهیځ اونیزه یوه سیاسي، ټولنیزه او فرهنګي نشریه وه چې په خپل وخت کې یې د امریکایي امپریالیزم او شوروي کمونیستي سیاستونو او افکارو پر خلاف په شدت مبارزه کوله.
دغې اونیزې جریدې په خپله ۱۵۰ مه ګڼه کې د ۱۳۵۱ لمریز کال د چنګاښ په یوولسمه نېټه د “اسرائيل یا ولایت پنجاه ویکم امریکا” تر سر لیک لاندې په یوه مقاله کې د اسرائيلو او امریکا اړیکې افشاء کوي او د نړۍ د ټولو مسلمانانو نه غوښتنه کوي چې متحد شي او دغه نا مشروع موجود یعنې اسرائيلو سره مبارزه وکړي.
ګهیځ اونیزې د غیر اسلامي فعالیتونو پر خلاف سخته مبارزه کوله، د هغه وخت د حکومت غیر اسلامي کړنې يې غندلې او حکومت یې ملامتوو؛ ځکه هغه وخت کې حکومت په اسلامي فعالیتونو باندې سخت بندیزونه او فشارونه لګولي وو. دغه اونیزه په خپله یوه ګڼه کې لیکي: «حکومت باید په دې پوه شي چې هېڅکله هم نشي کولای د خلکو خولې بندې کړي او که څو کسه هم ونیسي او زندانو کې یې بندي کړي، په سلګونو او زرګونو نور کسان به د حکومت د ناوړو کړو په اړه وغږیږي. که حکومت غواړي چې دې مبارزینو دغه جدال پای ته ورسېږي نو باید حکومت له خپلو دغو کړنو په شا تګ وکړي او باید د خپل نا اسلامي او د ملي مصالحو خلاف دریځ څخه په شا شي”
شهید منهاج الدین ګهیځ په داسې سختو شرایطو کې مبارزه کوله چې له یو خوا حکومت او له بلې خوا نورو سیاسي ډلو ټپلو د اسلام خلاف فعالیتونه کول او د هر اسلامي حرکت د له منځه وړلو لپاره یې پلانونه جوړول. په داسی حال کې ګهیځ په پوره مېړانې او زړورتیا سره د ټولو مخالفو عناصرو په خلاف مبارزه وکړه او د خپلو موخو تر لاسه کولو کې بریالی هم ؤ. هغه تل د افغان ولس فکري رغونې لپاره وجنګیده او د ګهیځ رڼا یې خپره کړه. منهاج الدین ګهيځ د خپلې ټولنې پر نبض پوهیدلی ؤ، هغسې چلند او مبارزه يې كوله چې ولس يې بيدارولو او په خپله همدې مبارزه كې مخ په وړاندې لاړ او د افغانستان هرې سیمې ته یې د ګهیځ خوشبویه پیغام ورسولو.
د منهاج الدین ګهیځ شهادت:
شهید منهاج الدین ګهیځ د ۱۳۵۱ كال د وږي پر ۱۶ مه، په خپل کور کې له دوه نورو میلمنو سره ګډ د یوې وسله والې ډلې لخوا د ماښام د ډوډۍ خوړولو پر مهال په شهادت ورسید. د منهاج الدین ګهیځ وژنه په ډېره مرموزانه ډول پلان او عملي شوه، چې تر اوسه هم اصلي قضیه خلکو ته په سمه توګه نه ده څرګنده.
د نوموړي د شهادت په اړه څېړونکو بېلابېل لاملونه او کېسې ذکر کړې دي، د حقیقت التواریخ (افغانستان از امیر کبیر تا رهبر کبیر) کتاب لیکوال یې په اړه لیکي چې: د منهاج الدین ګهیځ د وژلو په اړه ویل کېږي چې د نوموړي قاتلین د ده کور ته له نمبر پلیټ پرته په یوه روسي جیپ ډوله موټر کې ورغلي وو او د همدې لیکوال په قول ویل کېږي چې د منهاج الدین ګهیځ په وژنه کې د بالاحصار د کومانډویي قطعې لومړي بريد من فيض محمد مسعودي او د “ابلوف “په نامه د شوروي د سفارت یو کارکوونکي چې په اصل کې د (کې جې بې) جاسوسي سازمان غړی ؤ، لاس درلود.
د منهاج الدین ګهیځ د وژل کېدو پر وخت د فعالو رسنیو او لیکوالو له لیکنو او شهادتونو څخه څرګندېږي چې د ګهیځ د مرګ پلان د شوروي اتحاد د جاسوسي سازمان (کې، جې، بې) له لوري جوړ شوی ؤ، د منهاج الدین ګهيځ تر شهادت وروسته د ګهیځ جريدې خپرونې د دوه نيمو مياشتو لپاره وځنډېدې، بيا وروسته د ۱۳۵۱لمریز كال د ليندۍ پر ۲۶مه نېټه ګهيځ جريده د اروښاد مولوي عبدالرب احدي وردګ په مسؤوليت خپرونې پيل كړې.
ماخذونه:
۱-حقیقت التواریخ (افغانستان از امیر کبیر تا رهبر کبیر)
۲- دهه قانون اساسى افغانستان
۳-ګهیځ اونیزه

د ګهیځ اونېزې د خپراوي پیل:

د ګهیځ اونېزې د لیکنو محتوا:

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس