معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د روان کال له پیله د ملي تدارکاتو کمېسیون لخوا د ۳۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې شوي

د روان کال له پیله د ملي تدارکاتو کمېسیون لخوا د ۳۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د روان کال له پیله تر دې دمه د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا ۳۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۲۶ بېلابېلې پروژې منظورې شوي.

یاد معاونیت زیاته کړې، چې دغه پروژې اوسمهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تر کار لاندې دي.

د خبر پر بنسټ دغو پروژو کې لویې لارې، ښاري سړکونه، بندونه او کانالونه، د برېښنا تولیدي شبکو پراختیا، روغتيایي مرکزونه، هوایي ډګرونه او رېل پټلۍ پروژې شاملې دي.

دغه راز دغو پروژو کې مخابراتي او انټرنیټي خدمات، د اوبو رسولو شبکې، استنادي دېوالونه، کرنیزو ځمکو پراختیا او د تحصیلي بنسټونو پراختیا نورې هغه پروژې دي، چې روان کال منظورې شوې دي.

د اقتصادي معاونیت په خبره دا ټولې پروژې د سرپرست حکومت له پراختیايي بودیجې څخه تمولیږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس