کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روسیې د استازو جرګې د یوې لایحې مسوده وړاندې کړې، چې د ترهګرو سازمانونو له نوملړه د اوسني افغان حکومت نوم په موقتي توګه لرې شي.
دا اقدام وروسته له هغه شوی چې د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو کابل ته سفر وکړ او د افغان حکومت له لوړپوړو چارواکو سره یې لیدنې وکړې.
بل لور کرملین ویلي، مسکو د اوسني افغان حکومت د نوم وېستلو په اړه لا وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
د شنونکو په باور روسیه غواړي د خپلو ګټو لپاره له اوسني افغان حکومت سره اړیکې وساتي.
په ورته وخت کې افغان حکومت هم هیله ښودلې، چې د دوی پر وړاندې باید نړیوال دریځونه نرم شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/