کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۸ مه نېټه):
د روسي رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد شمال لوېدیځ کې د پېسکوف ښار پر هوايي ډګر ډرون برید شوی دی.
روسي رسنیو ویلي، چې په دغه برید کې دوو اېلیوشین ۷۶ پوځي ترانسپورتي الوتکو ته زیان اوښتی دی.
تر دې وړاندې د پېسکوف سیمه ییز والي ویلي و، چې پوځ دغه برید شنډ کړی دی.
هغه پر ټېلېګرام یوه ویډیو خپره کړې چې پراخه اورلګېدنه په کې ښکاري او د یوې چاودنې غږ هم په کې اورېدل کیږي.
پېسکوف د اوکراین له پولې شاوخوا ۶ سوه کیلومتره واټن لري او استونیا سره ګډې پولې ته څېرمه پروت دی.
اوکراین تر اوسه په دغه برید کې خپله ښکېلتیا نه ده تایید کړې.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/