کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې اټکل کړی، چې ۲۳.۷ میلیونه وګړي چې د افغانستان له نیمايي زیات وګړي تشکیلوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
د دغې سازمان په راپور کې راغلي، چې اوسمهال په افغانستان کې ۱۲،۴ میلیونه وګړي د خوړو له خوندیتوب بې برخې دي، چې له دې ډلې ۲،۹ میلیونه وګړي د لوږې له بېړنۍ کچې سره مخ دي.
د دغه راپور په اساس، شاوخوا ۶،۳ میلیونه داخلي بې ځایه شوي کسان په خرابو شرایطو کې ژوند کوي او کافي سرپناه او لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
د دغې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د ۲۰۲۴ کال تر سپټمبر پورې شاوخوا ۷ لکه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي، چې درملنې ته لاسرسی هم نه لري.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/