کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۴ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د رياستالوزرا اقتصادي مرستيال مـ ـلا عـ ـبدالغنـ ـي بـ ـرادر د يو لوړپوړي حکومتي پلاوي په مشرۍ دوه ورځني سفر باندې ازبکستان ته تللی.
په دې سفر کې له نوموړي سره د صنعت او سوداګرۍ، د کانونو او پټرولیم، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ او د ټرانسپورت او هوايي چلند سرپرستو وزيرانو ترڅنګ د افغانستان مرکزي بانک رييس او د ماليې وزارت د عوايدو او ګمرکاتو مرستيال ګډون لري.
د سرچینې په وینا د دغه سفر موخه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراخول، د ګډو پروژو پیلول او افغانستان ته د ازبیک سوداګرو د پانګونې جذبول دي.
د مسوولینو په وینا دواړه لوري به د صادراتو او وارداتو زیاتوالي، د ټرانزیټ اسانتیاوو، د انرژۍ همکارۍ، زراعتي او معدني پروژې او د دوه اړخيزو تجارتي تړونونو پیاوړتیا په اړه مفصل بحثونه وکړي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/