معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د زابل ښاري محکمې نهو متهمينو ته تعزيري سزا ورکړه

د زابل ښاري محکمې نهو متهمينو ته تعزيري سزا ورکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د زابل ولایت د مرافعه او ښاري محکمې په انګړ کې د یوې ښځې په ګډو نهو کسانو ته د غلا، نامشروع اړيکو او غير شرعي واده کولو د جرمونو په اساس، د ښاري محکمې رياست د جزا دېوان په حکم تعزیري سزا ورکړل شوه.
د خبر پر بنسټ، ياد تعزيرات په داسې حال کې ترسره شو، چې د زابل ولايت د مرافعه محکمې ریيس، د ښاري محکمې ریيس، د مرافعه او ښاري محاکمو ټولو قضایي او اداري کارکوونکو او ګڼ شمېر مراجعينو شتون درلود.
خبر زیاتوي، چې دغو محکوم شويو کسانو ته د تعزير ورکړې پرمهال د مرافعه محکمې رییس په اسلامي نظام کې مجرمينو ته د تعزيراتو ورکولو پر اهميت او د ټولنې پر اصلاح مفصلې خبرې هم ترسره کړې.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس