معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د زابل کرنې رياست وایي، له ۹ زرو ډېرو کسانو ته یې کاري زمینه برابره کړې

د زابل کرنې رياست وایي، له ۹ زرو ډېرو کسانو ته یې کاري زمینه برابره کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۷مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د زابل کرنې رياست ويلي، چې د خوړو او کرنې نړيوالو سازمانونو پر مټ یې د زابل دريو ولسواليو کې ۹ زره ۳۰ تنو ته د خوارکي توکو خونديتوب، د وچکالۍ اغېزې کمولو، کرنيزو ځمکو د تخريب مخينوي او اوبو مهارولو برخه کې کاري زمينې مساعدې کړې دي.
د خبر پر بنسټ، د زابل کرنې رییس ویلي، چې دغه کسان د چک ډيمونو، ګودرونو او کاريز خولې جوړولو برخو کې هم پر کار بوخت شوي دي.
د ده په خبره، دا پروژه د ۹ لکه امریکایي ډالرو ارزښت لري او په یوه مياشت کې به تطبيق شي.
کاریګرو هم په دغه بوختیا باندې خوښي څرګنده کړې ده.
دغه ځوانانو ته په داسې مهال د کاري زمینې د برابرېدو خبر ورکول کیږي، چې دې وروستیو کې ګڼ شمېر افغانان د کاري زمینې نشتون له امله سر ټکوي، چې ډېری یې د همدې ستونزو له امله نورو هېوادونو ته هم په قاچاقي لارو مخه کړې.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس