معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سالنګ لویې لارې د بیارغېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي

د سالنګ لویې لارې د بیارغېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سالنګ لویې لارې ۸۱ کیلومتره سړک، چې موده وړاندې یې رغونه پیل شوې، د مسوولینو په وینا رغونه یې په اساسي بڼه په چټکۍ سره روانه ده.
تېره ورځ د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال هم د دغې لویې لارې د بیارغونو له چارو لیدنه کړې.
اقتصادي معاونیت پر خپلئ ټویټر پاڼې لیکلي، چې نوموړي د دغه سفر پرمهال د یادې لویې لارې د بیارغولو قرادادي شرکتونو له مسوولینو سره لیدلي او هغوی ته یې د پاتې چارو د چټکتیا او غوره کېفیت تضمینولو سپارښتنې کړي دي.
د خبر له مخې د دې پروژې د جوړولو مدیریتي چارې د ملي سوداګر ضیاءالحق وزیرزي پر غاړه دي، چې د وزیرزی ګلوبل ګروپ شرکت لخوا جوړیږي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس