معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سروبي دوهم بند او جوزجان کې د ۳ سوه میګاواټه برېښنا پر تولید خبرې شوي

د سروبي دوهم بند او جوزجان کې د ۳ سوه میګاواټه برېښنا پر تولید خبرې شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۴سمه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اقتصاد کمېسیون غونډه کې د سروبي دوهم بند جوړېدو، جوزجان کې د ۳۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا د تولید، د کانونو او پټرولیم وزارت د رغنیزو موادو د جوړې شوې مسودې او یو شمېر نورو اقتصادي موضوعاتو پر سر خبرې شوي دي.

دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د سروبي دوهم بند د جوړېدو په اړه له بېلابېلو شرکتونو سره تخنیکي بحثونه ترسره کړي.

همداراز یاد وزارت ته لارښوونه شوې، چې جوزجان کې د ۳۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا د تولید په اړه له کانونو وزارت سره په ګډه د طرحې له وړاندې کوونکي شرکت سره تخنیکي بحثونه هم کړي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس