معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سرپرست افغان حکومت امیر خپل اختریز پیغام کې له هېوادونو سره پر ښو اړیکو ټینګار کړی

د سرپرست افغان حکومت امیر خپل اختریز پیغام کې له هېوادونو سره پر ښو اړیکو ټینګار کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۴ مه نېټه):
د سرپرست افغان حکومت د مرکزي ویاند له ادرسه د حکومت د امیر په نوم خپاره شوي دغه اختریز پیغام کې د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت خپور شوي د مبارکۍ پیغام کې له ټولې نړۍ او په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو سره د افغانستان پر ښو او رغنده اړیکو ټینګار شوی دی.
پیغام کې ویل شوي، چې د افغانستان حکومت د هېچا په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي او بل چا ته هم اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړي.
د خبر له مخې دغه پیغام کې ټولو مسوولینو او دولتي چارواکو ته سپارښتنه شوې، چې خپلې دروازې د ولس پر مخ پرانیستې وساتي.
نوموړي پر ټولو افغانانو غږ کړی، چې د خپل هېواد په ودانولو کې برخه واخلي او د خلکو او بیت المال د غصب شویو شتمنیو په بېرته راګرځولو کې له مسوولینو سره همکار شي.
د حکومت امیر په اقتصادي برخه کې د هېواد لا پرمختګ او د افغانانو د اقتصادي ستونزو د له منځه وړلو په موخه ټولو پانګوالو او ملي سوداګرو باندې غږ کړی، چې په بېلابېلو برخو کې په پانګونې سره د هېواد د پرمختګ او پراختیا په برخه کې خپل مکلفیتونه ادا کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس