معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سرپرست افغان حکومت له لوري یو شمېر نوې ټاکنې وشوې

د سرپرست افغان حکومت له لوري یو شمېر نوې ټاکنې وشوې

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د سرپرست افغان حکومت مرکزي ویاند ویلي، چې د حکومت د امیر د حکم په اساس څلور نوې ټاکنې شوي دي.
د خبر پر بنسټ، دغه حکم کې د رسنیو مرکز مخکینی مسوول قاري محمد یوسف احمدي، د ملي رادیو عمومي ریاست د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
دغه راز د بادغیس د فرامینو او احکامو د تعقیب او نظارت ریاست مخکینی رییس مولوي غلام محمد، د همدې ولایت د والي د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
همدارنګه د کندهار ولایت د مرکز د څلورمې امنیتي حوزې آمر مولوي محمد رفیق خادم، د اروزګان ولایت د امنیه قومندان په توګه مقرر شوی دی.
دغه خبر همدا راز زیاتوي، چې د اروزګان ولایت مخکینی امنیه قومندان ملا عبدالله بشیر د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د ولسوال په توګه ټاکل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس