کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۱ مه نېټه):
بهرنیو رسنیو د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي، چې د اسلامي امارت وروستيو فرمانونو دوی او نړیواله ټولنه له ګڼو ننګونو سره مخ کړې ده.
دغه وزارت په یو خبرپاڼه کې هم ویلي، چې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي توماس وېسټ د همدې مسایلو په اړه د خبرو لپاره پاکستان، جرمني او سویس ته د خپلو سفرونو نوی پړاو پيل کړی
دی.
دې وروستیو کې د سرپرست افغان حکومت له لوري د نجونو پر تعلیم، تحصیل او کار د بندیزونو لګولو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/