معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال وایي، نړۍ سره د متقابل تعامل په چوکاټ کې ښې اړیکې غواړو

د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال وایي، نړۍ سره د متقابل تعامل په چوکاټ کې ښې اړیکې غواړو

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري لومړی نېټه):
د راپورونو له مخې د ریاست‌ الوزرا سیاسي مرستیال ويلي، سرپرست حکومت له نړۍ سره مثبت تعامل او د متقابل درناوي په فضا کې نېکې اړیکې غواړي، خو ټینګار کوي چې د اسلام پر اصولو سودا ته هېڅکله حاضر نه‌ دي.
نوموړي په کابل پوهنتون کې دیني او علمي سمینار ته د وینا پر مهال همداراز زیاته کړې، سرپرست حکومت به د نورو د خوښۍ لپاره اسلامي شعایر تر پښو لاندې نه‌ کړي او پر اسلام یوه ذره سازش ورته د زغملو وړ نه‌ دی.
ارګ د نوموړي په حواله پر ټویټر لیکلي، دا ثابته شوې چې دین او هېواد ته هغه څوک ښه خدمت کولی شي، چې دیني او عصري زدکړې يې کړې وي او ټینګار کوي، داسې ډاکټر او انجنیر غواړي چې د خپل مسلک ترڅنګ د اسلام لومړني او ضروري تعلیمات هم ولري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس