معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سرپرست حکومت پر غوښتنو امنیت شورا کې بحث کیږي

د سرپرست حکومت پر غوښتنو امنیت شورا کې بحث کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره کتلي دي.
اوکادا په دغه کتنه کې په افغانستان کې له رامنځته شوي امنیت، له نشه يي توکو سره د مبارزې او اقتصادي ودې په برخو کې د سرپرست حکومت لاسته راوړنې د پام وړ بللې دي.
نوموړي له سرپرست حکومت سره د اړيکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره د جاپان حکومت ژمنتیا یو ځل بیا تکرار کړې او د افغانستان په اړه يې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوهمې غونډې په اړه معلومات وړاندې کړي دي.
د جاپان سفير زياته کړه، چې د سرپرست حکومت پر غوښتنو به په ياده غونډه کې بحث وکړي.
دوی ویلي، چې نړیوال له سرپرست حکومت سره د اقلیم بدلون، د اوبو مدیریت، تاریخي اثارو او روغتیا په برخو کې همکاري ته لېواله دي.
په ورته وخت کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، چې د سرپرست حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو ته نه تهدید، د امنیت ټينګښت او نورو برخو کې یې جدي کار کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس