معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سرې میاشتتې لۀ لوري د جلال آباد لۀ ښاره د سوالګرو کسانو د راټولولو او ثبت کمپاین پیل شو

د سرې میاشتتې لۀ لوري د جلال آباد لۀ ښاره د سوالګرو کسانو د راټولولو او ثبت کمپاین پیل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي لومړی نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې مسوولینو ویلي، چې دغه کمپاین د جلال آباد ښار لۀ لومړۍ ناحیې پیل شوی، چې په ترڅ کې به یې هغه سوالګر راټول شي، چې اوسمهال په سوال کولو بوخت دي.
د ننګرهار سرې میاشتې د زون په کچه مسوول ډاکټر احسان الله ممله وال وایي، راټول شوي سوالګر به ټاکل شوي ځای ته تر لېږدولو وروسته بامیټریک کیږي، څو حرفوي او غیر حرفوي سوالګر سره جلا شي.
په ورته وخت کې پر سوال کولو بوخت کسان وایي، لۀ ناچارۍ یې سوال کولو ته مخه کړې ده.
دوی وایي، که حکومت ورته میاشتینی امتیاز ورکړي، هېڅکله نه غواړي بېرته سوال کولو ته وروګرځی.
بل لور جلال آباد ښاریان د دغه کمپاین هرکلی کوي.
دوی وایي، د سوالګرو ډېرېدو له امله ورته د مستحق او نامستحقو سوالګرو پېژندل ستونزمن شوي وو.
د ننګرهار سرې میاشتې د معلوماتو لۀ مخې هغه کوچني ماشومان، چې په سوال کولو بوخت دي د کار او ټولنیزو چارو ریاست مرستونونوته ور پېژندل کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس