کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست وزیر الحاج نورالدین عزیزي په مشرۍ د بېرته راستنېدونکو سوداګرو او صنعت کارانو د تنظیم او د هغوی لپاره د آسانتیاوو د برابرولو لپاره پرون یک شنبه د زمري په ۲۱ مه غونډه جوړه شوه.
د دغه وزارت د مسؤلینو د خبرو له مخې په دغه غونډه کې د کاري کمیټې د کړنلارې په اړه او د کمیټې له اړخه د بېرته راګرځیدونکو سوداګرو او صنعت کارانو د شمېرې د کره کولو په اړه بحث شوی.
همدارنګه ویل شوی دي چې د دغې ناستې په وروستۍ برخه کې د دریو تنو بېرته را ستنو شویو صنعت کارانو اسناد و ارزول شول چې په پای کې د یادو دریو تنو سوداګرو اړوند اسناد د کمیټې د غړیو له خوا ومنل شول او د تایید لپاره د مهاجرو شکایتونو ته د رسېدنې اړوند کمیسیون ته راجع شول.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/