معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سوداګرۍ وزارت؛ را روان ژمي ته د ګازو لوړې بیې کنټرولوي

د سوداګرۍ وزارت؛ را روان ژمي ته د ګازو لوړې بیې کنټرولوي

کابل/ګهیځ: نن سې شنبه(د تلې/میزان ۱۹مه او د اکټوبر میاشتې ۱۱مه نېټه ده) د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، له ایران سره یې افغانستان ته د اوبلن ګازو د واردولو په اړه خبرې کړې دي.
د یاد وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي تېره ورځ د اوبلن ګازو له واردوونکو سره په ليدنه کې ویلي، هڅه کوي چې د راتلونکي ژمي پر مهال د ګازو د بيو د لوړېدو مخنیوی وکړي.
له سوداګرۍ وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د سرپرست وزیر له قوله ویل شوي، چې په دې اړه يې د افغانستان لپاره د ايران د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره د ګازو او نفتو د واردولو په اړه خبرې کړې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، قمي په دغو خبرو کې ډاډ څرګند کړی چې ایران به له افغانستان سره د اوبلن ګازو د واردولو په برخه کې همکارۍ ته دوام ورکړي.
عزيزي له سوداګرو غوښتي، تر څو له ايران څخه د ګازو او له روسيې څخه د نفتو او ګازو د واردوونکو شرکتونو نوملړ ترتيب او ده ته يې و سپاري.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان سرپرست حکومت له دې وړاندې له روسیې سره د نفتي او خوراکي توکو د پېرلو یو کلن قرارداد لاسلیک، چې وروسته بیا د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي وویل، چې دا قرارداد به کال وروسته دایمي شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس