کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سوریې انتقالي حکومت ولسمشر احمد الشرع په خپل دوهم نړیوال سفر کې انقرې ته تللی او هلته یې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره کتلي.
د خبر پر بنسټ دواړو مشرانو د ګډو امنیتي ستراتیژیو او اقتصادي بیارغونې په اړه خبرې کړي.
دواړو لوریو په شمال ختیځ سوریه کې د ګواښونو پر وړاندې د ګډو اقداماتو او د سوریې د اقتصادي بیارغونې لپاره د ترکیې او سوریې ترمنځ د اقتصادي همکارۍ پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د راپورونو له مخې، دواړو خواوو د یوه ګډ دفاعي تړون په اړه خبرې کړي، چې په کې مرکزي سوریه کې د ترکیې د هوايي اډو جوړول او د سوریې د نوي پوځ روزنه شامله ده.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/