کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د سوریې نوي دولت مشر احمد الشرع الجولاني نن یکشنبه سعودي عربستان ته سفر وکړ.
یاد آژانس د خپلو سرچینو په حواله زیاته کړې، دا بهر ته د الجولاني لومړنی رسمي سفر و.
تر دې وړاندې د جنوري په ۲۴مه د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر دمشق ته د سفر پر مهال له احمدالشرع سره د کتنې په ترڅ کې ویلي وو، چې عربستان پر دمشق د بندیزونو د لرې کېدو په برخه کې له امریکا او اروپایي هېوادونو سره په خبرو بوخت دی.
یاده دې وي، چې سوریه کې د بشرالاسد رژیم له سقوط وروسته تېره اونۍ احمد الشرع الجولاني د انتقالي دولت د مشر په توګه وټاکل شو.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/