معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سپین بولدک ـ چمن تړلې دروازه؛ دواړو خواوو ته په خوراکي او غیر خوراکي توکو بار سلګونه لارۍ ولاړې دي

د سپین بولدک ـ چمن تړلې دروازه؛ دواړو خواوو ته په خوراکي او غیر خوراکي توکو بار سلګونه لارۍ ولاړې دي

پنجشنبه، د لړم ۲۶مه
کابل/ګهیځ: وروسته له هغې چې د سپین بولدک او چمن په دروازه کې د افغاني او پاکستاني پوله ساتو تر منځ ډزې تبادله شوې، د پاکستان حکومت دغه دروازه وتړله.
د کندهار د سوداګرۍ خونه وايي د لارې د تړل کېدو له امله دواړو خواوو ته په وچه او تازه مېوه، سبزجاتو او نور خوراکي او غیر خوراکي توکیو بار سلګونه لارۍ موټرې ولاړ دي.
د دغې خونې مرستیال انجینر عبدالباقي وايي، که د سپین بولدک او چمن تر منځ لاره ژر تر ژر خلاصه نشي د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته به سخت زیانونه واوړي.
ښاغلی عبدالباقي وايي، که څه هم دغه دروازه د پاکستان د سوداګرۍ لپاره حیاتي ارزښت لري خو په خبره یې کولی شي زمونږ سوداګرۍ ته هم زیان ورسوي، ځکه چې زمونږ هېواد یو مصرفي هېواد دی او دغه راز نورو هېوادونو ته د خپلو محصولاتو د صادرات یې هم د سپین بولدک او چمن دروازې له لارې تر سره کېږي.
افغان د سوداګرو هم شکایت کړی، چې که د سپین بولدک او چمن ترمنځ لار ژر خلاصه نه‌ شي نو تازه مېوې او نور توکي به يې خراب شي او سخت زیانونه به ورته واوړي.
دغه راز یو شمېر مسافر چې ناروغان هم ورسره دي دامهال د کندهار په هوټلونو او اډو کې د لاري خلاصېدو ته انتظار کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت وايي تر هغو دروازه نه خلاصوي چې د پوځیانو قاتل یې نه وي ور ته سپارلی خو افغان چارواکي وايي، چې د تېرې یکشنبې د ورځې نښته د یوې ناسمې پوهېدنې پر بنا وه او کوښښ کوي چې دغه مسئله هواره کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس