معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سپین بولدک له لارې تېره میاشت تر زرو ډېرې افغانې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

د سپین بولدک له لارې تېره میاشت تر زرو ډېرې افغانې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کندهار ولایتي چارواکو ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې هېواد ته د افغان کډوالو ۵۰ د پاسه زر کورنۍ راستنې شوي دي.
د یاد ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست ویلي، چې دغه ټول کډوال د سپین بولدک له لارې د وږي په میاشت کې راستنې شوي دي.
د دې ترڅنګ ۲۴۰ تنه هغه افغانان چې د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې بندیان وو، هم له دې لارې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
نوموړي ویلي، چې یادې کورنۍ د مرستو په موخه د IOM او NRC مرستندویو ادارو ته ورپېژندل شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې په دې ورستیو کې هېواد ته د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ چټکه شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس