معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د شیبر او خاواک لارې د سالنګ د بدیلې لارې په توګه انتخاب شوې

د شیبر او خاواک لارې د سالنګ د بدیلې لارې په توګه انتخاب شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو چارو وزارت سرپرست د بغلان دوشي ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیت له آمر سره د سالنګ د بدیلو لارو په نظم خبرې کړي.
د خبر پر بنسټ د بغلان امنیې قومندانۍ ویاند ويلي، چې د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې چارې پیل شوي او دغه لاره د هر ډول موټرو د تګ‌-راتګ پرمخ تر نامعلومې نېټې تړل شوې ده.
د مسوولینو په خبره د شیبر او خاواک لارې د سالنګ د بدیلې لارې په توګه انتخاب شوي دي.
امنیه قومنداني هڅه کوي څو مسافرو ته په دې لارو کې ترافیکي او امنیتي اسانتیاوې رامنځ ته کړي.
د سالنګ لویه لاره د هېواد له مهمې لارې شمېرل کیږي، چې د هېواد نهه شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس