د رسنیزو راپورونو پر بنسټ د اسراییلو د صهیونیست رژیم د لومړي وزير دفتر نن سهار سه شنبې(د مارچ اتلسمه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي چې د یاد رژیم لومړي وزیر “بنیامین نتنیاهو” او د دفاع وزیر “اسرائیل کاتز” نن سهار پر غزه باندې د بریدونه امر کړی دی.
په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې “دا د یرغمل شویو اسراییلیانو د خوشي کولو پر وړاندې د حماس پرله پسې مخالفت او د امریکا د ځانګړي استازي “سټیو ویټکاف” او د مذاکراتو د نورو منځګړو د ټولو وړاندیزونو د ردولو پایله ده.”
بل اړخ ته نړیوالې رسنۍ راپور ورکوي چې له نن سهار راپدیخواه پر غزې تړانګه باندې د صهیونیست رژیم د بیا ځلي بریدونو په پایله کې څه باندې درې نیم سوه بې ګناه فلسطیني وګړي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي وژل شوي او د یرغلګرو تاړاک لا هم دوام لري.
حماس هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسراییلو له لوري پر غزه باندې بیا ځلي بریدونه او په ترڅ کې یې د بې ګناه فلسطینیانو وژل کېدل غندلي او د هغو د ناوړه پایلو په اړه یې اخطار ورکړی دی. حماس همدارنګه په اعلامیه کې اسراییلي مشران د نازي آلمان له چارواکو سره تشبیه کړي او څرګنده کړې یې ده چې د اوربند د ماتولو بشپړ مسوولیت به د نتنیاهو او د دغه سفاک رژیم د واکمنو پر غاړه وي.
رسنیز راپورونه ښکاروي چې د غزې پر تړانګه باندې د اسراییلو د بیا ځلې بریدونو په ترڅ کې چې نن سهار یې پیل کړي د غرمې تر مهاله شا او خوا درې نیم سوه کسان وژل شوي دي چې زیاتره یې د تېر ځل په څېر ښځې او ماشومان دي.
د سفاک نتنیاهو په مشرۍ د اسراییلو غاصب او جنایت کار رژیم هغه وخت له فلسطیني مبارزو ډلو سره اوربند او د اسیرانو تبادلې ته حاضر شو چې یوې خواته یې په جګړه کې د هر راز وحشت او بربریت سره سره ونشوای کولای د فلسطیني ولس مقاومت مات کړي او د کړیو ادعاوو مطابق له فلسطیني مبارزینو سره خپل برمته پوځیان د زور له لارې را خوشي کړي او بل لوري ته یې د نړۍ پر مخ تر ټولو زیات خواخوږي د امریکا د هغه وخت ولسمشر د خپلې کاري مودې په پای ته رسیدو سره غوښتل ځان ته یو سیاسي کریډت واخلي او پر اسراییلي رژیم یې دغه اوربند منلو ته مجبور کړ.
بل اړخ ته صهیونیستي رژیم او په تېره بیا د دغه رژیم لومړي وزیر نتنیاهو هم د اوربند تر هوکړې وروسته او د اسیرانو د تبادلې په جریان کې چې کله پدې پوه شو چې د ټول وحشت او جنایت سره سره ندی توانیدلی د فلسطیني مبارزینو قوت ختم کړي یا په فلسطیني ولس کې د هغوی محبوبیت راکم کړي، خو د اسیرانو د تبادلې په ترڅ کې چې د غزې په ورانولو او ویجاړولو کې فلسطیني مبارزینو د خپل قوت او ځواک ننداره وړاندې کړه، نه یوازې اسراییلي یرغلګر چې آن د دوی نړیوال ملاتړې یې هم حیران کړل.
له همدې امله و چې صهیونیستي رژیم په پرله پسې ډول د اوربند له لاسلیک شوي تړون څخه سرغړونه پیل کړه، کله یې د غزې تړانګې ته د اوبو او خوړو مخه ونیوله کله یې د اردن د سیند په لویدیځه غاړه کې د بې کوره شویو فلسطینیانو پر خیمو برید وکړ او آن یوه پلا خو یې د اسیرانو د تبادلې له هوکړې په سرغړاوي سره د هوکړې مطابق د اسراییلي اسیرانو تر خوشي کېدو وروسته د نیول شویو فلسطینیانو له خوشي کېدو هم انکار وکړ.
دې ټولو ته په کتو سره که څه هم د غزې په تړانګه باندې د صهیونیست رژیم د نن ورځې برید او د عام وژنې د لړۍ بیا پیل نوی خبر او نوی بدلون ښکاري خو بیا هم شاید د دې لامل یوه لوري ته د صهیونیست رژیم په کابینه او د دولت د ننه کې د ستونزو او کشمکشونو زیږنده وي، بل اړخ ته دا خبره هم ده چې د دې اوربند په تړاو د امریکا د پخواني ولسمشر (جوبایډن) غوښتنه او فشارونه هم وو چې هغه وخت یې د صهیونیست رژیم مشران په تېره بیا نتنیاهو اړ ایست تر څو له فلسطیني ډلو سره یوه اوربند ته غاړه کېږدي.
دا چې په راتلونکې کې به څه پېښېږي او د اسراییلي یرغلګرو له اړخه دغه نوی پیل شوی وحشت به تر کومه وغزیږي، وړاندوینه به یې شاید ګرانه وي، خو حالاتو ته په کتو داسې ښکاري چې صهیونیست رژیم به دا ځل بیا د مظلومو فلسطینیانو عام وژنې ته د امریکا او نورو لویدیځوالو په ملاتړ زور ورکوي او د فلسطین د عام ولس قتل عام به همداسې دوام مومي.
خو د دې سره سره دا هم باید هېر نکړو چې فلسطیني ولس او د دې سیمي مسلمان مبارزین دومره کم زوري ندي او تېر ته په کتو، فلسطین داسې آسانه مړۍ هم نده چې اسراییل او لویدیځوال دې وکولای شي هغه په آسانه تېره کړي.و السلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/