معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د غزې په جګړه کې د وقفې غوښتنې زیاتې شوي

د غزې په جګړه کې د وقفې غوښتنې زیاتې شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۵ مه نېټه):
د عربي رسنیو د خبر له مخې محمود عباس د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکن سره په کتنه کې د فوري اوربند غوښتنه کړې ده.
دوی ویلي، دغه اوربند دې غزې تړانګې ته د بشري مرستو لېږد لپاره ترسره شي.
بلېنکن په یو ناڅاپي سفر لوېدیځې غاړې ته تللی او هلته یې له محمود عباس سره د غزې پر وضعیت خبرې کړي.
د اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس د راپور له مخې، غزه کې د مرګ – ژوبلې زیاتېدو په نړیواله کچه غوسې پارولې دي او له واشنګټن نیولې تر برلین پورې په لکونو کسان د اعتراض په ډول لارو – سړکونو ته راووتل او د سمدستي اوربند غوښتنه یې وکړه.
دوی دغه غوښتنې په داسې مهال کړي، چې د کډوالو پر یوه کمپ د اسرییلي ځواکونو تازه برید کې د ۳۸ کسانو د وژل کېدو خبرونه خپاره شوي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس