معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د غوري سمنټو کارخونه د هېواد د اړتیا وړ ۶ سلنه سمنټ تولیدوي

د غوري سمنټو کارخونه د هېواد د اړتیا وړ ۶ سلنه سمنټ تولیدوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۶ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د بغلان  غوري سمنټو مسوولین وايي، چې د بغلان، کندوز او تخار ولایتونو د اړتیا ۷۰ سلنه او د ټول هېواد ۶ سلنه سمنټ تولیدوي.

د دوی په وینا  هڅه کوي چې د خپلو تولیداتو کچه نوره هم لوړه کړي.

د بغلان غوري سمنټو کارخونې مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي وايي، د دې کارخونې د سمنټ د پلور قرارداد له یوه خصوصي شرکت سره شوی او په ورځني ډول له ۱۰ زره تر ۲۰ زره بوجیو پورې سمنټ یې په بغلان، کندوز او تخار ولایتونو کې پلورل کیږي.

د غوري سمنټو کارخونې کارکوونکي بیا وايي، چې په دې وروستیو کې یې تولیداتو ته ځانګړې پاملرنه شوې، چې ورسره د تولید کچه لوړه شوې، د فابریکو بیارغونې ته لومړیتوب ورکول شوی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس