معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د فرانسې سره صلیب په افغانستان کې د کوویډـ۱۹ ناروغانو لپاره د روغتونونو د بیا پرانسېتو ژمنه کړې

د فرانسې سره صلیب په افغانستان کې د کوویډـ۱۹ ناروغانو لپاره د روغتونونو د بیا پرانسېتو ژمنه کړې

ګهیځ: نن دوشنبه (د ۱۴۰۱کال د وري لومړۍ او د مارچ ۲۰مه نېټه ده) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د فرانسې د سره صلیب ادارې ور سره ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د ‘کووېډ-۱۹’ یا په کرونا د اخته ناروغانو د درملنې روغتونونه بېرته پرانېزي.
د دې وزارت ویاند جاوېد هژیر رسنیو ته ویلي، چې وزارت‌ یې بریالی شوی چې د ‘کووېډ-۱۹’ ناروغانو د درملنې د پنځو روغتونونو لپاره د تمویل مالي سرچینې پیدا کړي.
ښاغلی هژیر زیاتوي: “په هغه سفر کې چې د روغتیا سرپرست وزیر د نورو وزارتونو له پلاوو سره جینوا ته درلود، هلته د ای ار سي په نوم یوه بنسټ ژمنه وکړه چې د «کووېډ-۱۹» ټول روغتونونه به فعال کړي.”
پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو مخکې په دې هېواد کې ۳۸ روغتونونه فعال و.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس