معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د فراه له عمومي زندانه ۱۱۴ تنه بندیان آزاد شول

د فراه له عمومي زندانه ۱۱۴ تنه بندیان آزاد شول

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۹ نېټه):
د گهیځ نیوز د خبر له مخې فراه ولایت له عمومي زندانه د کوچني اختر په مناسبت ۱۱۴ تنه بندیان آزاد شول.
د خبر له مخې د یادو بنديانو د خوشې کولو پر مهال چې د فراه ولایت د عمومي زندان مسوول، د ښاري محکمې رییس، د دیوان جزاء رییس، د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، د عدليې رياست استازي او خبریالانو حضور درلود، د فراه عمومي زندان مسوول وویل، چې یاد بندیان د سرپرست افغان حکومت د امیر د فرمان پر بنسټ آزاد شول.
د ده په خبره دغه بندیان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي وو او د بند د دوهمې برخې له تېرولو وروسته خوشې شول.
خوشې شويو بندیانو له ډلې یې یو شمېر له رسنیو سره خبرو کې خوښي وښوده او مسوولینو ته یې ژمنه ورکړه چې تر دې وروسته به هېڅکله د جرمونو کولو لپاره زړۀ ښه نه کړي.
په خوشې شویو بندیانو کې ۱۱ ماشومان او درې مېرمنې هم شاملې وې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس