کابل(ګهیځ نیوز- د کب ۸مه):
د ټولګټو (فواید عامې )وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د کابل- جلال آباد لویه لار چې تېره شپه د یوه ټانکر د چپه کېدو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، بېرته پرانیستل شوې ده.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه لویه لاره، د ټولګټو وزارت اړوند د ماهیپر د ساتنې او څارنې ریاست د پرسونل له خوا د ترافیکي وسایطو د تګ -راتګ لپاره خلاصه کړای شوه.
په خبر پاڼه کې همدا راز ویل شوي دي چې دا لویه لار نن تر غرمې وروسته شا او خوا دوه بجې د هر ډول ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.
د یادونې وړ ده چې یاده لویه لاره، تېره شپه ناوخته د ماهیپر په سیمه کې د یوه ټېلر ډوله موټر د چپه کېدو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه، چې د فواید عامې وزارت په وینا بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه
نن سهار وختي د لغمان د ترافیکو مدیر مولوي حسیب الله مبارز رسنیو ته ویلي و چې په دغه ټېلر کې اوبلن ګاز بار و او د موټرچلونکي د بې احتیاطۍ له امله چپه شوی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/