معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د فوټسال نړیوال جام سیالۍ پیل شوې

د فوټسال نړیوال جام سیالۍ پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ۲۰۲۴ کال فوټسال نړیوال جام سیالۍ د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په ګډون د ۲۴ لوبډلو ترمنځ نن د ازبکستان په تاشکند ښار کې پیل شوې.

د خبر پر بنسټ د دې سیالیو لومړۍ لوبه نن ماسپښین دوه بجې د کرواسیا او ټایلینډ ترمنځ شروع شوه.

افغان لوبډله به په یادو سیالیو کې د خپلې لومړۍ لوبې ترسراوي په موخه سبا یکشنبه مازیګر څلور بجې د انګولا پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس