معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د قرغزستان غونډه کې یو ځل بیا د افغانستان پر ملاتړ ټینګار شوی

د قرغزستان غونډه کې یو ځل بیا د افغانستان پر ملاتړ ټینګار شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې افغانستان لپاره د امریکا او منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو استازو د افغانانو د ملاتړ او سیمه کې د ټیکاو او امنیت لپاره د امریکا او دغو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ له شته فرصتونو څخه پر ګټې اخیستنې ټینګار کړی.
د راپور پر بنسټ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د قزاقستان په پلازمېنې آستانه کې د قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او امریکا د ځانګړو استازو د تېرې اونۍ د هغې ځانګړې غونډې اعلامیه تېره شپه خپره کړې، چې په کې پر سیمه د افغانستان د اوسني وضعیت پر اغېزونو او په دې اړه د دوی د همکارۍ پر فرصتونو خبرې شوي.
په اعلامیه کې راغلي، سیمه او نړیواله ټولنه اړ ده چې د داسې متحد، خپلواک، با ثباته او پر ځان بسیا افغانستان ملاتړ وکړي، چې ترهګري په کې نه وي او د ښځو او نجونو په ګډون يې د ټولو وګړو حقونو ته درناوی کیږي.
راپور زیاتوي، د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې بشري او اقتصادي وضعیت هم جدي بللی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس