معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د قوش تېپې کانال د دوهم فاز ترڅنګ شپږ لوی پلونه جوړیږي

د قوش تېپې کانال د دوهم فاز ترڅنګ شپږ لوی پلونه جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملي پراختیايي شرکت مسوولینو ويلي، چې د قوش تېپې کانال پروژې د دوهم فاز ترڅنګ به شپږ لوی پلونه هم جوړ کړي.

د قوش تپې د کانال د پروژې د مسوول په وينا، دغه پلونه به د هغو ولسواليو او کليو د نښلولو په موخه جوړ شي، چې دغه کانال ترې تېریږي.

دا مهال د ملي پراختیا شرکت د قوش تېپې کانال د لومړي فاز په مسیر کې دوه لوی پلونه ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.

له دغو پلونو  یو د ترمز-مزارشریف ریل پټلۍ سره نښلوي او بل یې د مزار شریف-حېرتان پر لویه لاره د لویو او کوچنیو موټرو د تګ – راتګ لپاره جوړ شوی او لوی اقتصادي اهمیت لري.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس