معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د قوش تېپې کانال د دوهم فاز چارې ۵۰ سلنه بشپړې شوي

د قوش تېپې کانال د دوهم فاز چارې ۵۰ سلنه بشپړې شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د قوش تېپې کانال د دوهم فاز د کېندلو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پر مخ تللي.

د خبر پر بنسټ بلخ ولایت کې د قوش تېپې کانال ساحوي مسوول ویلي، چې د دوهم فاز د کېندلو چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي او د روان کال تر پایه به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د ملي پراختیا شرکت د مسوولینو په خبره دا مهال د قوش تېپې کانال پر دوهم فاز سربېره د کانال لومړي فاز اړوند د سربند جوړولو کارونه هم په چټکۍ سره روان دي او تر دې مهاله یې ۵۳ سلنه چارې سر ته رسېدلي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس