معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د قوش‌تېپې کانال د لومړي فاز چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوي

د قوش‌تېپې کانال د لومړي فاز چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د قوش ‌تېپې کانال د پروژې مسوول ویلي، چې د دې کانال د لومړي فاز عملي چارو کې ۷۰ سلنه پرمختګ شوی دی.
د دغه کانال لومړی فاز چارې چې ۱۰۸ کیلو متره دي، د روان کال تر چنګاښ میاشتې پورې به بشپړې شي.
د دې پروژې مسوولین زیاتوي، د لومړي فاز لپاره له څلورو زرو بېلابېلو ماشینونو نه استفاده کیږي. د اقتصادي چارو ځینې شنونکي وايي، د قوش ‌تېپې کانال د جوړولو لپاره د سرپرست حکومت دغه اقدام د اوبو د مدیریت د پراختیا او په کرنه کې ترې د استفادې په برخو کې یوه مثبته چاره ده.
د ازبکستان یوه پلاوی هم چې د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو د خبرو لپاره کابل ته راغلی و، د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیال سره په کتنه کې د قوش‌ تېپې کانال د معیاري تطبیق لپاره د خپل هېواد له همکاریو ډاډ ورکړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس