معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د لغمان مهترلام ښار په یو کور کې د اورلګېدنې له امله د یو میلیون افغانیو خسارې مخه ونيول شوه

د لغمان مهترلام ښار په یو کور کې د اورلګېدنې له امله د یو میلیون افغانیو خسارې مخه ونيول شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۷ نېټه):
د گهیځ نیوز د خبر له مخې د لغمان ولايت امنيې قوماندانۍ د اطفايي آمريت مسوولينو ویلي، چې تېره شپه یې د مهترلام ښار درېيمې امنيتي حوزې اړوند قلعه دامان ساحې په يو کور کې د اورلګېدنې له امله د یو میلیون افغانیو د خسارې مخه ونیوله.
د مسوولینو په وینا اورلګېدنه د کور د خاوند د بې غورۍ له امله رامنځته شوې وه، چې په خبره یې د امنيې قوماندانۍ د اطفایې آمريت مسوولينو پر وخت د پېښي ځاې ته ځانونه ورسول او د اورلګېدنې له امله یې د کېدونکي زیان مخه نیولې ده.
مسوولین وایي، ياده اور لګېدنه کي د‌ کور مالک ته ۳۰ زره افغانۍ مالي خساره رسېدلې او د يو ميليون افغانيو په ارزښت د تاوان مخه یې نیول شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس