کابل/ګهیځ: نن شنبه (د تلې/میزان ۳۰مه او د اکټوبر ۲۲مه نېټه ده) مـولـوي ندامحمد ندیم د شیخ عبدالباقي حقاني پر ځای نن د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر په توګه د دغه وزارت کارکوونکو ته معرفي شو.
نديم وويل، د لوړو زده کړو په ډګر کې کار کول نازک او مهم دي، ځکه د بهرنیانو ورته پام وي، هغوی غواړي چې له دغه ميدانه ګټه واخلي.
هغه ډاډ ورکړ چې د دغه وزارت او پوهنتونونو کې د ټولو کسانو نوښت او علمي پياوړتيا ته به پام کوي او د پرديو هغه لاسونه لنډوي چې تحصيلي ډګر ته يې غځولي دي.
ده په دې اړه نور جزیات ور نه کړل، چې په تحصیلي برخه کې څوک او څرنګه لاسوهنه کوي.
نوموړی وايي چې د لوړو زده کړو په وزارت کې به دوو کارونو ته ډېر پام کوي، لومړی دا چې دغه وزارت به د اسلامي چوکاټ پابند وي او دویم دا چې د افغاني غرور او کلتور ساتنه به کوي.
هغه وویل د لوړو زده کړو په وزارت کې کوم کارونه چې شوي هغه به نه ضایع کېږي، بلکې د نور پرمختګ لپاره به یې هڅه کېږي.