معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د لوړو زده کړو وزارت وایي، له پاکستانه راغلو محصلينو ته د زده کړو زمينه برابروو

د لوړو زده کړو وزارت وایي، له پاکستانه راغلو محصلينو ته د زده کړو زمينه برابروو

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د لوړو زده کړو وزارت ویلي، ټولو هغو محصلينو او د پوهنتونونو استادانو ته چې له بهره بېرته خپل هېواد ته راستنیږي، په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې ورته د زده کړو او تدريس زمينه برابروي.
ياد وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، هغه افغان محصلین چې په بهر کې یې زده کړې پای ته نه وي رسېدلي، تحصیلي اسنادو ته په کتو به په پوهنتونونو کې جذب شي.
خبرپاڼه زياتوي، چې د استادانو لپاره د هغوی د لیاقت او وړتیا پر اساس به د استادۍ په برخه کې د خدمت زمینه برابره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت د نومبر له لومړۍ نېټې د ټولو ناثبت شویو افغان کډوالو د وېستلو لړۍ پيل کړې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس