معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د لوګر په آزرې ولسوالۍ کې د لرګیو د قاچاق په تور پنځه تنه نیول شوي

د لوګر په آزرې ولسوالۍ کې د لرګیو د قاچاق په تور پنځه تنه نیول شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۴ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلي، د آزرې ولسوالۍ په اړوندو کې یې ۵ تنه د لرګیو د قاچاق او ځنګولونو د له منځه وړلو په تور نیولي دي.
د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند زیاته کړې، چې د آزرې ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ منسوبینو د دغه ولسوالۍ اړوند د سپین جومات په ساحو کې پنځه تنه د ونو او ځنګلونو د له منځه وړلو او لرګیو د قاچاق په تور یاد نیولي دي.
نوموړي وړاندې ویلي، له یادو کسانو سره یو ځای یې درې برقي ارې هم د امنیتي منسوبینو لاسته لویدلي دي.
د مسوولینو په وینا نیول شوي کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس