معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د لوګر پوهنې ریاست ته د نوي ښوونیز نصاب ۹۸ زره ټوکه کتابونه وسپارل شول

د لوګر پوهنې ریاست ته د نوي ښوونیز نصاب ۹۸ زره ټوکه کتابونه وسپارل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۴مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د پوهنې وزارت لخوا ورته د ښوونځیو د زده کوونکو لپاره د ښوونیز نصاب، ۹۸ زره نوي چاپ شوي درسي کتابونه وسپارل شول.
د پوهنې ریاست ویاند ویلي، چې دغه کتابونه د پوهنې ریاست په وړاندیز د پوهنې وزارت په منظوري رالېږل شوي، چې له لومړي تر دولسم ټولګي ښوونیز نصاب د ۵۴ مضمونونو کتابونه په کې شامل دي.
د نوموړي په وینا ډېر ژر به یې پر زده‌ كوونكو د وېشلو لړۍ هم پیل شي.
د مسوولینو په خبره له یادو کتابونو سره به د زده کوونکو د درسي کتابونو د کمښت ستونزې تر ډېره بریده حل شي.
د پوهنې ریاست د مسوولینو په خبره، تر دې وړاندې هم دغه ریاست ته د پوهنې وزارت لخوا څه باندې ۲ لکه ټوکه نوي درسي کتابونه رالېږل شوي و، چې په نږدې ورځو کې به ۲ لکه ۳۰ زره نور درسي کتابونه هم دوی ته وسپارل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس