معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د م.م امنیت شورا سبا د افغانستان په اړه ناسته کوي

د م.م امنیت شورا سبا د افغانستان په اړه ناسته کوي

کابل/ګهیځ: نن دوشنبه (د تلې/میزان ۴مه نېټه او د سپټمبر ۲۶مه نېټه ده) د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان په تړاو د بحث لپاره یوه ناسته کوي.
کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما وايي، دغه بحث به سبا (سې شنبه د تلې ۵مه) د کابل پر وخت د مازیګر شپږ نیمې بجې پیلېږي، چې په ژوندۍ بڼه به خپرېږي.
یوناما وايي، د دې غونډې په یوه برخه کې به د یوناما سرپرست مارکوس پوتزل هم د افغانستان په اړه معلومات ورکړي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی نصیر احمد فایق وایي چې سږ کال به هم د دغه سازمان په عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان په استازیتوب څوک خبرې ونه‌ کړي.
خو نوموړی وايي، ټاکل شوې سبانۍ غونډې ته د افغانستان په استازیتوب وینا ولري.
د ده په وینا د تېر کال د هوکړې له مخې د افغانستان تر څنګ میانمار هم تېر کال او سږ کال په دې اسمبلۍ کې له خبرو کولو بې برخې شول.
تېر کال پر افغانستان د ا.ا په واکمنېدو د افغانستان جمهوري نظام ړنګ او په میانمار کې بیا کودتاه شوې وه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس