معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د مس‌ عینک کان د چاپېریالي اغېزو ارزونې په موخه مشورتي ناسته شوې

د مس‌ عینک کان د چاپېریالي اغېزو ارزونې په موخه مشورتي ناسته شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي، خپلې څېړنې یې پیل کړي چې د مس عینک له کانه د استخراج بهیر، چاپېریال ته زیان و نه رسوي.

د مسوولینو په وینا قراردادي شرکت باید د دغه کان د استخراج چارې د نړیوالو معیارونو پر بنست ترسره کړي.

بل لور د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو ډاډ ورکړی، چې د مس عینک کان د استخراج بهیر به په معیاري ډول ترسره شي او تر هغې وروسته د مسو د ویلي کولو او پروسېس بهیر هم ترسره کیږي.

د MCC شرکت تخنیکي مرستیال وايي، هڅه کیږي چې د مس عینک په استخراج سره د افغانستان د اقتصادي پرمختګ، د عوایدو د زیاتېدو او د خلکو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره شي.

د مس عینک د کان قرارداد د ۳۰ کلونو لپاره د چین له MCC شرکت سره لاسلیک شوی و او اټکل شوی، چې  د لوګر د مس عینک په کان کې به څه باندې ۱۱میلیون ټنه مس شتون ولري.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس