معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د مسکو غونډه؛ کابلوف وايي لا هم په افغانستان کې ټولګډونه حکومت نشته

د مسکو غونډه؛ کابلوف وايي لا هم په افغانستان کې ټولګډونه حکومت نشته

پنجشنبه، د لړم ۲۶مه
کابل/ګهیځ: په روسیه کې د “مسکو فارمټ ” په نامه غونډه کې تر ډېره د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې شوې او د وسله ‌والو ډلو د شتون له امله د دغه هېواد امنیتي وضعیت خراب بلل شوی دی.
دا غونډه پرون چهارشنبه د لړم پر ۲۵مه (نومبر ۱۶) په مسکو کې جوړه شوې چې د پاکستان او ایران په ګډون د سیمې د لسو هېوادونو استازو پکې ګډون کړی و خو له افغانستانه استازي نه وو ور بلل شوي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وایي، د مسکو په غونډه کې د دې لپاره افغان چارواکو ته بلنه نه وه ورکړل شوې چې دوی ټولګډونه حکومت نه‌ دی جوړ کړی.
ضمیر کابلوف وویل، روسیه په افغانستان کې د حاکم نظام د چارواکو له دې ادعا سره موافقه نه ‌ده چې د دوی حکومت پراخ بنسټه دی.
د روسي رسنیو د خبر له مخې، روسي چارواکو د سیمه ‌ییزو هېوادونو د افغانستان په اړه په دغې مشورتي غونډه کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د وسله ‌والو پر موجودیت اندېښنه ښوولې او همداراز یې طالبان په دغه هېواد کې د یو ټولګډونه حکومت په جوړېدو کې پاتې بللي دي.
ټاس خبري آژانس د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي “ضمیر کابلوف” له قوله لیکلي چې د اقتصادي ستونزو، له ترهګرۍ او نشه ‌یي توکو سره د مبارزې به برخه کې د ا.ا د مشرانو هڅې د ستایلو دي، خو په وینا یې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو په برخه کې یې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
د تېر کال په اکټوبر میاشت کې د مسکو فارمټ په غونډې کې ګډون کوونکو هیوادونو د ا.ا له چارواکو وغوښتل چې یو ټولګډونه ‌حکومت جوړ کړي، د نجونو ښوونځي پرانیزي او اجازه ور نه‌ کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکارېږي.
د مسکو په پرونۍ غونډه کې له افغان استازو پرته د کوربه هېواد ترڅنګ د چین، ترکیې، هند، متحد عربي اماراتو، سعودي عربستان، قطر، اوزبیکستان، تاجکستان، قزاقستان، ترکمنستان، قرغیزستان، ایران او پاکستان استازیو برخه واخیسته.

بلخوا په افغانستان کې د حاکم نظام چارواکي بیا تر دې مشورتي غونډې مخکې ویلي وو چې دا غونډه د دوی د استازو له ګډون پرته نیمګړې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس