معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۶ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۶ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ریاست‌ الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې د شاوخوا شپږ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۵ بېلابېلې پروژې منظورې شوې.
د راپور پر بنسټ، په منظورو شویو پروژو کې د ریاست الوزرا د ساتنې لوی ریاست، د ملي دفاع، لوړو زده کړو، ټولګټو او د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارتونو، افغان ملي بانک او کابل ښاروالۍ پروژې شاملې دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، چې د ملي تدارکاتو کمېسیون یادې غونډې ته ۲۸ پروژې د بحث لپاره وړاندې کړې وې، چې له جملې یې د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور، د یوې لغوه او د دوو نورو د قراردادونو د بیا ارزونې سپارښتنه کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس