معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ملګرو ملتونو استازې وایي، له پاکستانه وېستل شوي ۸۰ زره افغانان سرپناه نه لري

د ملګرو ملتونو استازې وایي، له پاکستانه وېستل شوي ۸۰ زره افغانان سرپناه نه لري

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۳۰  نېټه):

د راپورونو له مخې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ویلي، چې له پاکستانه وېستل شوي افغانان تر ټولو بې ‌وزله او پرته له امکاناتو دي.

د راپور پر بنسټ، رزا اتونبایوا تېر ماښام امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه په خپل راپور ویلي، چې د دغو وېستل شویو افغانانو له ډلې یې۸۰ زره سرپناه نه لري او نه پوهیږي چې چېرته لاړ شي.

د نوموړې په وینا، له کله چې پاکستان له هغه هېواده د بې اسناده افغان کډوالو وېستل پيل کړي، نږدې نیم میلیون افغانان تراوسه اخراج شوي دي.

د پاکستان حکومت د تېرې نومبر میاشتې په سر کې د بې اسناده افغان کډوالو د وېستلو لړۍ پيل کړې، چې د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو له نیوکو، غبرګونونو او غوښتنو سربېره یې هم دغه لړۍ هماغسې روانه ساتلې.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس