معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې افغان او پاکستاني استازي لفظي شخړه وکړه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې افغان او پاکستاني استازي لفظي شخړه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې افغان او پاکستاني استازي خپلو کې لفظي شخړه وکړه.
په دغه غونډه کې د پاکستاني استازي تر خبرو وروسته افغان لوري پر پاکستاني استازي نیوکه وکړه، چې د دوه مخې لوبې په کولو سره یو لور ته د ترهګرو په نوم شکایت کوئ، خو له بل لوري بیا د همدغه ډول ترهګریزو فعالیتونو تر شاه لاس لرئ.
پاکستاني لوري د افغان استازي پر دغو خبرو غبرګون وښود او دا یې ښکاره دښمني وبلله.
پاکستاني استازي هم نیوکه وکړه، چې افغانستان کې رسمي حکومت نشته او باید نوموړی له دغه ډول څرګندونو لاس په سر شي.
دغه غونډه چې تېره ورځ ترسره شوه، په کې ګڼ شمېر ګډونوالو له سرپرست افغان حکومت سره پر تعامل او خبرو ټینګار وکړ.
هېره دې نه وي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي تر اوسه هم د پخوانی حکومت استازی ترسره کوي.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس