معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د نجونو بندو ښوونځیو ته د م.م اندېښنه؛ دا چاره د ټول افغانستان په زیان ده

د نجونو بندو ښوونځیو ته د م.م اندېښنه؛ دا چاره د ټول افغانستان په زیان ده

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د وږي/سنبلې ۱۲مه او د اګسټ میاشتې درېیمه نېټه ده) ملګروملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو بند پاتې کېدو ته اندېښنه ښودلې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي «انتونیو ګوتریش» یو ځل بیا په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل‌کېدو په اړه اندېښنه په ډاګه کړې او ویلي یې دي چې دا کار غیرعادلانه او د ښځو له حقونو څخه سرغړونه ده.

ګوېتریش نن (شنبه د وږي پر ۱۲مه) پر خپل ټویټر د ا.ا حکومت لخوا د نجونو د ښوونځیو تړل کېدو پرېکړه یې د ټول افغانستان پر زیان بللې ده.

ګوېتریش لیکلي: “دا د مساوي حقونو څخه غیرعادلانه سرغړونه ده چې ټول هېواد ته زیان رسوي.”
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې افغان نجونې په ښوونځیو پورې تړلې دي.
د شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو د خلاصون لپاره په وار وار کابل او نورو ولایتونو کې دیني عالمانو هم ناستې وکړې او د ا.ا له سرپرست حکومت څخه یې د ښوونځیو د خلاصون غوښتنه وکړه، مګر تر نن ورځ پورې د ا.ا د سرپرست حکومت له خوا ورته مثبت ځواب نه دی ورکول شوی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس