د هېواد مشهور دیني او سیاسي شخصیت او په اسلام آباد کې د افغانستان پخواني سفیر مولوي عبد السلام ضعیف له بي بي سي راډیو سره په خپله یوه تازه مرکه کې څرګنده کړې چې د هېواد د اوسني حکومت “۹۵ سلنه” مشران او مامورین هم پر ښځو د زدکړې او کار په اړه له لګول شویو اوسنیو محدودیتونو سره سره موافق نه دي.
ښاغلي ضعیف زیاته کړې ده چې د اوسني حکومت هغه مسؤولین چې پر ښځو له لګول شویو بندیزونو سره مخالف دي وخت نا وخت د حکومت له مشرتابه سره پر دې موضوع بحث کوي او مشرتابه ته مشورې ورکوي چې د نوموړي په خبره لا پدې اړه تر اوسه وروستۍ پرېکړه نده شوې.
مولوي عبدالسلام ضعیف په تېرو څو لسیزو کې د خپلې هغه سیاسي موضعګیرۍ او پر رښتیا ولاړو تحلیلیونو، ویناوو او شننو له امله، نه یوازې په کور د ننه افغانستان کې، بلکې په ګرده نړۍ او په تېره بیا د افغانستان د ګاونډ په هېوادونو کې یوه مطرح او پېژندل شوې څېره ده.
نوموړی د افغانستان، سیمې او نړۍ له بدلیدونکو حالاتو پوره باخبره دی او همدا وجه ده چې حالات ښه څېړي او د راتلونکې په اړه پر واقعیتونو ولاړه او معقوله وړاندوینه کولای شي.
د مولوي ضعیف تر ټولو سیاسي پوهه او ځېرکتیا دا همګڼلای شو چې د پاکستاني جنرالانو له خوا یو ځل پر امریکایانو او لویدیځوالو یې د ده په خپله خبره تر خرڅېدو وروسته، د ګاونډي هېواد شیطاني سیاست په غور سره مطالعه کړی او له اړونده سیاستونو او دریځونو څخه یې پر واقعیت ولاړه شننه او تحلیل وړاندې کولای شي او تر ډېره د هغه نبوي حدیث شریف پر مفهوم عمل کوي چې “مؤمن له یوه سوري څخه دوه ځله نه چیچل کېږي.”
بل خواته د مولوي ضعیف خبره پدې هم سمه ښکاري چې د اوسني دولت ډېرو لوړ پوړو چارواکو چې په سر کې یې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال ښاغلي ستانکزي نوم اخیستلای شو، په وار وار د نجونو پر مخ د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو د دروازو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې او د نجونو د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو بند پاتې کېدل یې د دې هېواد او دې ټولنې په زیان ګڼلي دي.
له هېواد څخه بهر هم په تېرو دوه کلونو کې څه د اسلامي نړۍ او څه هم د نورو غیر اسلامي هېوادو په کچه د ټولو غوښتنه همدا ده چې په هېواد کې دې د نجونو د زده کړو بهیر بیا پیل شي او پرې دې ښودل شي ترڅو د دې ستړي او ځپل شوي ولس خویندې او لوڼې د ټکنالوژۍ پدې رنګین عصر کې د خپل ځان او خپلو راتلونکو نسلونو د هوساینې لپاره د علم او پوهې په ګاڼه سمبال شي.
دا هم باید په پام کې وساتو چې دا یوازې د مولوي عبدالسلام ضعیف یا د هغه په څېر د نورو علماوو او پوهانو خبره هم نده چې غواړي په هېواد کې دې د نجونو او مېرمنو د زده کړو په ټپه دریدلی بهیر بیا پیل شي، د تېرو دوه کلونو په موده کې عام ولس او د دې ولس علماوو او پوهانو په وار وار دا غوښتنه کړې چې د نجونو پر مخ باید د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو دروازې پرانیستل شي.
دا به ومنو چې په تېرو څه باندې شلو کلونو کې مو هېواد د امریکایي غلیم له خوا اشغال ؤ او د ژوند د بل هر ډګر په څېر یې د نجونو پر زده کړو او د هغوی پر کار هم اغېزه کړې وه، خو اوس چې دا دی پوره دوه کاله کېږي ولس او هېواد مو د امریکایي او اروپایي یرغلګرو له وجود څخه پاک شوی، نو په کار ده چې د ښځو او نجونو د زده کړو او تعلیم په برخه کې د نورو اسلامي هېوادو په څېر علمي او عملي ګام واخلو او د خپل ولس د تر ټولو لوی قشر چې علماء او پوهان هم پکې شامل دي، دغه غوښتنې ته مثبت ځواب ووایو.
یو بل مهم ټکی چې په تېرو دوه کلونو کې د دې بهیر په ټپه دریدلي حالت را په ګوته کړ، دا هم دی چې د نجونو د زده کړو د لړۍ په بهانه یو شمېر کورني او بهرني مغرض لاسونه او کړۍ غواړي دلته په هېواد او ولس کې د ناخوالو او ستونزو لړۍ ته دوام ورکړي، ځکه خو زمونږ له انده په کار ده چې د دې ډول مغرضو کړیو او د هېواد او ولس د تل پاتې دښمنانو د پټو او ښکاره دسیسو او توطیو د شنډولو او د هغې د مخنیوي په موخه هم دغه لړۍ بیا پیل کړو او پرېنږدو چې یوه لور ته مو د هېواد تر نیم زیات نفوس د جهل په تیارو کې همداسې پاتې شي او بل خوا د هېواد داخلي او بهرني دښمنانو ته د دې زمینه برابره شي چې پدې بهانه دلته بیا فساد ته لمن ووهي.
و ما علینا الی البلاغ
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/