معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې عالي کمېسیون د رامنځته کولو په اړه غونډه شوې

د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې عالي کمېسیون د رامنځته کولو په اړه غونډه شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په مشرۍ د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد مبارزې عالي کمېسیون د رامنځته کېدو پر طرزالعمل بحث او خبرې شوي.

د خبر پر بنسټ په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال مولوي عبدالحق اخوند ویلي، د روان کال په اوږدو کې یې د کوکنارو ټول کښتونه له منځه وړي او د نشه یي توکو ګڼ کاروباریان یې هم نیولي دي.

بل لور سیاسي مرستیال د دې کمېسیون د جوړېدو موخه د هېواد په کچه د مخدره توکو او مسکراتو پر وړاندې اغېزمنه مبارزه، بزګرانو ته د بدیل کښت موندل او د روږدو کسانو درملنه یاده کړې.

نوموړي ویلي، د نشه یي توکو پر وړاندې د افغان حکومت دریځ روښانه دی او هېچاته په هېواد کې د نشه یي توکو د کرل، تولید او قاچاق اجازه نشته.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس